د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، اندېښنه یې دا ده چې د اسرائیلو او د لبنان حزب‌الله ترمنځ کړکېچ به د غزې په څېر وضعیت باندې بدل شي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، انتونیو ګوترېش دغه څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي کلنۍ اسمبلې ته ورغلو ګډونوالو ته په وینا کې کړې دي.

هغه ویلي، چې په غزه تړانګه کې د اوربند په اړه خوشبین نه دی.

ده زیاته کړې: «دا اجازه به چا ته ور نه کړو چې لبنان هم لکه غزه په یوه بله جګړه کې ښکېل کړي.»

د هغه په خبره، داسې ښکاري چې حماس او اسرائیل هېڅ یو هم اوربند نه غواړي، خو دا جګړه او بریدونه باید په هر حال ودرېږي او د لا پراخېدو مخنیوی یې وشي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ جګړې له تېرې شپې راهیسې زور اخیستی. دواړو خواوو پر یو بل لوی بریدونه کړي دي.

د لبنان حزب‌الله پر اسرائیلو ۱۵۰ توغوندي توغولي چې د راپورونو له مخې، تر پخوا یې ډېر زیانونه اړولي. دا د شنبې ناوخته د لبنان په سوېل کې د حزب‌الله پر هدفونو د اسرائیلي جنګي الوتکو د بریدونو غچ بلل شوی دی.

Views: 3