د لبنان سوېلي برخو کې د اسرائیل هوايي بریدونو ډېرېدو له امله ۳۷ کسانو ته د مرګ‌ژوبلې له اوښتو سره سم امریکا او اردن له خپلو وګړو غوښتي چې له لبنان څخه ووځي.

اسرائیل د جمعې په ورځ (د وږي۳۰مه) د لبنان پر سوېل برید وکړ.

رویترز راپور ورکړی چې اسرائیل دغه بریدونه د لسګونو الوتکو په مرسته پر اسرائیل د توغندیزو بریدونو ډېرېدو په اړه د حزب‌الله پر پلانونو له پوهېدو وروسته کړي دي.

د لبنان حزب‌الله هم د رضوان قطعې د دویم نفر محمدمحمود وهبي په شمول د ۱۴ هغو غړو نومونه نشر کړي چې د بیروت په څنډه کې یې د تېرې ورځې په برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

د اسراییل او حزبالله ترمنځ د تاوتریخوالي په ډېرېدو سره اردن او امریکا له خپلو اتباعو وغوښتل چې له لبنان څخه ووځي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له اتباعو غوښتي چې د «حزب‌الله او اسرائیل ترمنځ د روانو نښتو د نه اټکل کېدونکي ماهیت» ته په کتو د سوداګریزو الوتنو له لارې له لبنان څخه ووځي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ اوسنۍ نښتو چې د غزې د جګړې له امله پیل شوې، په دې اونۍ کې یې زور اخیستی دی.

Views: 2