د افغانستان د جودو فدراسیون وایي چې افغان ورزشکارانو په ایران کې درې د سرو زرو، درې د نقري او درې د برنزو مډالونه ګټلي دي.

د افغانستان د جودو فدراسیون سرپرست ذبیح‌الله نظري وویل چې په ایران کې مېشت افغان کډوالو د جودو برخه کې ۹ مډالونه ګټلي دي.

نوموړی وایي چې یادې سیالۍ پرون په ایران کې د دغه هېواد د بېلابېلو ولایتونو د ۲۳۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره شوې چې په کې ۲۵ مېشتو کډوال ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه چې په دغو سیالیو کې محمدرضا قبادي، قدرت‌الله قرباني او جاوېد شېرزاد د سررو زرو، فواد صدیقي، متین اربابي او حفیظ‌الله مرداني بیا د نقرې مډالونه ګټلي دي.

دغه‌راز، په یادو سیالیو کې ګلاب‌الدین، ذبیح‌الله شېرزاد او قدرت‌الله بیګزاد د برنزو مډالونه ترلاسه کړي دي.

Views: 13