د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو سازمان مشرانو او غړو د یوه لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې شاوخوا شپږ زره بې‌روزګاره ډاکټرانو ته دې دندې ورکړي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، سلګونو دغو لاریون‌کوونکو تېره ورځ په پېښور کې د څو ساعتونو لپاره د خیبر لار هم د ترافیکو پر مخ بنده کړې وه.

سرچینې لیکلي چې د خیبر پښتونخوا د ځوانو ډاکټرانو سازمان له حکومته وغوښتل چې هغو شاوخوا شپږ زره ځوانو ډاکټرانو ته دې په خیبر پښتونخوا کې دندې ورکړي، چې اوس‌مهال بې‌روزګاره دي.

د سرچینې په خبره، د دغه سازمان مشرانو او غړو په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته لاریون وکړ او احتجاج یې له اړوندو حکومتي مسوولینو سره له لیدنې او خبرو وروسته پای ته ورساوه.

Views: 8