راپورونه وایي چې وسله‌والو په سوېلي وزیرستان کې د پاکستان پوځ پر یوه پوسته برید کړی چې په ترڅ کې یې شپږ پوځیان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

دغه برید نن (د وږي ۳۰مه) سهار وختي په «لده تحصیل» سیمه کې شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې مشال راډیو ته ویلي چې وسله‌والو د پاکستاني پوځ پر پوسته برید کړی چې له امله یې شپږ پوځيان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ تر ډېره وخته ډزې کېدې، خو د وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه شته.

د سرچینې په وینا، تر اوسه د دغه برید مسوولت چا نه دی منلی.

په سوېلي وزیرستان کې له دې مخکې هم پر پوځيانو او پولیسو وسله‌وال بریدونه او چاودنې شوي دي.

د یادونې ده، د سپټمبر په نهمه د سوېلي وزيرستان په واڼه بازار کې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې وه چې په کې شپږ پولیس او درې ولسي وګړي ټپیان شوي وو.

Views: 8