د وېنزویلا چارواکي وايي، درې امریکایان، دوه اسپانویان او د چک یو وګړی یې په دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ او توطیې خپرولو په تور له سلګونه میله وسلو سره نیولي دي.

دا نیونې د امریکا له هغه اعلان دوې ورځې وروسته شوې چې د وېنزویلا د ولسمشر په نږدې ۱۶ چارواکو یې بندیزونه ولګول.

راپور کې راغلي چې یاد نیول شوي کسان د وېنزویلا پر ولسمشر نېکولاس مادورو د برید او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو د ترورو او دغه هېواد کې د بې‌ثباتۍ خپرولو په تور نېول شوي دي.

د وېنزویلا د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابلو ویلي، له نیول شوو کسانو څخه سلګونه میله وسله او نور وسایل هم ترلاسه شوي دي.

راپور کې دغه‌راز راغلي، د وېنزویلا حکومت ویلي، اسپانوي وګړي د اسپانیا د اطلاعاتو د ملي مرکز غړي دي، خپله اسپانوي چارواکو له سیمه‌ییزو رسنیو سره دا خبر رد کړی دی.

له بل لوري، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي: «واشنګټن په وېنزویلا کې له ډیموکراټیکو لارو د سیاسي کړکېچ حل غواړي او د توطیې له لارې د وېنزویلا د ولسمشر لرې کېدو هره ادعا په بشپړ ډول ناسمه ده.»

بلخوا، اسپانوي چارواکو د نیول شوو کسانو په اړه د ډېرو جزئیاتو غوښتنې ترڅنګ د خپلو وګړو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

د راپور له مخې، وېنزویلا د ولسمشریزو ټاکنو پایلو له اعلان وروسته له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې له سخت سیاسی کړکېچه تېرېږي او وېنزویلا کې له هغه مهال راهیسې چې مخالفانو د جولای میاشتې ولسمشریزې ټاکنو پایلې ننګولې، نوی حکومت له فشارونو سره مخ دی.

یوه اونۍ وړاندې د وېنزویلا حکومت وویل، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې مخالف کاندید ادموندو ګونزاليز هېواد پرېښی او اسپانیا ته کډوال شوی دی. ګوانزاليز د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د اوسني ولسشمر مشر نیکلاس مادورو تر ټولو لوی سیال و.

Views: 6