د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي او اروپایي هېوادونو د یو شمېر چارواکو په ګډون د یوې ناستې په پای کې غزه کې د جګړې پای ته رسولو لپاره له نړۍ د روښانه پلان غوښتنه کړې ده.

هسپانیا پرون (جمعه) غزه کې د جګړې پای ته رسولو په موخه د یو شمېر اروپایي او اسلامي هېوادونو ترمنځ د مذاکراتو کوربه وه.

د رویټرز د راپور له مخې، د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر مانوئل البارس د یادې ناستې په پای کې ویلي: «د ګډون کوونکو ترمنځ ښکاره لېوالتیا شته چې له خبرو څخه عمل لور ته حرکت وکړي او د اغیزناکې حل‌لارې لپاره د یوه روښانه پلان پر لور ګام پورته کړي.»

هغه زیاته کړې، غزه کې د روان ناورین یوازېنۍ حل‌لاره د اسراییل او فلسطین د دولتونو جوړېدل دي.

د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز د فلسطین د دولت پر جوړېدو او له ملګرو ملتونو سره یې پر یوځای‌ کېدو‎ ټینګار کړی دی.

د غزې جګړې په اړه د هسپانیا په ناسته کې د ناروې، اسلووني، مصر، سعودي عربستان، قطر، اردن، اندونیزیا، نایجریا او ترکیې استازو او دغه‌راز د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزب بورل او د فلسطین لومړي وزیر محمد مصطفی ګډون درلود.

د راپور له مخې، یادې ناستې ته د اسراییل استازی ځکه نه و وربلل شوی چې د تماس ډلې غړی نه و.

دا په داسې حال کې ده چې هسپانیا، ناروې او ایرلېنډ د روان کال د مۍ په ۲۸مه د فلسطین خپلواک هېواد په رسمیت وپېژانده.

Views: 11