د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د هند په ګریټر نويډا لوبغالي کې د پرله‌پسې باران له امله د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه لغوه اعلان شوه.

ټاکل شوې وه څلور ورځې مخکې (د سپټمبر نهه) د افغانستان په کوربه‌توب ملي لوبډله د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې سره یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه پیل کړي خو دا بوله له لومړۍ ورځې هلته د باران له امله وځنډېډه.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په پنځمه ورځ هم یاد لوبغالی لوبې ته چمتو نشو او سیالي یې لغوه اعلان کړې ده.

کرکټ بورډ لیکلي: «د شدیدو او پرله‌پسې بارانونو له امله نن پنځمه ورځ هم لوبغالی د لوبې لپاره جوګه نه دی او لا هم باران وریږي چې له امله یې د لوبې مسوولینو د دواړو هېوادونو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه لغوه اعلان کړه.»

د یادونې ده، افغان لوبډله د روانې میلادي میاشتې په ۱۸مه له سوېلي افریقا سره هم د درېیو یو ورځينو لوبو لوبلړۍ لري چې په متحده عربي اماراتو کې به ترسره شي.

Views: 14