د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۶۶ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (سه‌شنبه) پر اېکس‌پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې یاد کسان پرون هېواد ته راستانه دي.

یاد وزارت د کندهار ولایت د سپین‌بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د قانوني اسنادو نه درلودلو له امله له پنځو ورځو تر یوه کاله د بلوچستان ایالت په کويټه زندان کې بندیان وو او له یادې لارې بېرته هېواد ته راګرځېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۲۳مه هم ۱۱ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.

Views: 13