سوېلي افریقا د افغانستان پر وړاندې د کرکټ د درېیو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره خپله ملي لوبډله اعلان کړه.
د سوېلي افریقا کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک پاڼه د افغانستان پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره د خپلې ملي لوبډلې نوملړ خپور کړی دی.
په یاده لوبډله کې ټیمبا بوما لوبډلمشر، اوټنیل بارتمن، نندي برګر، ټوني ډي زوزي، بیون فورټن، ریزا هینریکس، اېډن مارکرم، ویلیم مولډر، لونګي اینګیډي، انډیل پولوکویو، نقابا پیټر، انډيل سیمیلاني، جیسن سمیت، ټرسټن سټبز، کیلي ویریاني او لیزرد ویلیمس شامل دي.
دغه راز، د افغانستان کرکټ بورډ لا له سوېلي افریقا سره د سیالیو لپاره لوبډله نه ده اعلان کړې.
د یادونې ده، د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ به د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د سپټمبر میاشتې په ۱۸مه، ۲۰مه او ۲۲مه ترسره شي.
Views: 14