د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره يې د «تاد» په نوم يو تړون لاسلیک کړی چې له مخې يې دواړو هېوادونو ته د سوداګريزو لاريو د تګ راتګ اجازه ترلاسه شوې ده.
مسوولین وايي، د دغه شپږ مياشتني تړون له مخې، موټرچلوونکي کولای شي د پاکستان هر ښار ته سوداګريز مالونه ولېږدوي او پاکستاني موټرچلوونکي هم له ورته اسانتيا برخمن کېږي.
دا تړون وروسته له هغه کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د موټرچلوونکو د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ويزې شتون حتمي شو، خو د پاکستان له خوا د ويزې د ورکړې برخه کې د ستونزو له امله ډېر موټرچلوونکي پاکستان ته له تګه پاتې شول او د سوداګرو بار لارۍ ودرېدې.
بلخوا، د ننګرهار سوداګر که څه هم د دغه تړون لاسلیک د لنډمهال لپاره د ستونزې حلوونکی ګڼي خو وايي، په اوږدمهال کې بايد د تورخم له لارې د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ لپاره يوه دايمي حللاره ولټول شي.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند امامالدین احمدي وایي چې له پاکستان سره د ترانزيټ ستونزې د حل په موخه د تاد تړون د شپږو مياشتو لپاره لاسلیک شوی دی.
هغه زياته کړه: «د دغه سند په درلودو سره به زموږ ډريور او کلېنر کولای شي د شپږو مياشتو لپاره مولټيپل؛ یعنې څومره چې کولای شي ولاړ شي او راشي، تګ راتګ به کولای شي پاکستان ته، البته له خپلې لارۍ سره، انتقالات به کولای شي، د پاکستان ټولو ښارونو ته او بېرته به واردات هم کولای شي.»
د دغه تړون له مخې به د تاد سند په پنځو کاري ورځو کې په افغانستان کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د پاکستان قونسلګرۍ ورکوي او په پېښور او کوټه کې به یې د افغانستان قونسلګرۍ ورکوي.
د تاد سند اخيستو لپاره په شرايطو کې راغلي چې موټرچلوونکي او کلېنر ته به جلا جلا سندونه جوړېږي چې پنځه کاري ورځې وخت به نیسي او دواړه سندونه به سل ډالره لګښت ولري.
خو په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونه وايي، دغه لنډمهالی تړون د سوداګرو او موټرچلوونکو ستونزه نه شي حل کولای، له پاکستان سره باید د ستونزې د دوامداره حل لپاره کار وشي.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي ډاکټر مخلص احمد وويل، که څه هم دغه تړون ډېر ګټور دی او له مخې يې موټرچلوونکي کولای شي په اسانۍ تګ راتګ وکړي خو په اوس وخت کې په افغانستان کې د دغه سند اخيستو چاره ډېره سخته شوې ده.
دی وايي: «که څه هم چې دا سند د يو کال لپاره، یعنې اول شپږ مياشتې او دویم شپږ مياشتو لپاره توزیع کېږي، دا که له یوې خوا هغه ستونزه چې لاره پرې بندېده او د سوداګرو مالونه به له خنډ او ځنډ سره مخ کېدل، حل شوه، خو اوس د دغه سند ترلاسه کول ستونزمن دي.»
بلخوا، د ننګرهار د سوداګرو اتحاديې ريیس زلمی اعظيمي وايي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزيټ ستونزه په داسې لنډمهالو تړونونو او لنډو مودو کې د حل وړ نه ده، بايد پر بديلو لارو باندې کار وشي.
دی وايي: «سوداګرۍ وزارت باید د بدیلو لارو لپاره لاس په کار شي؛ دا شل کاله کېږي چې پاکستان وخت ناوخت کله د ډيورنډ کرښې پر سر لانجې جوړوي، کله تازه مېوې چې راورسېږي، دوی ټکسونه او مالیات اوچت کړي، یا مثلاً لارې دروازې بندې کړي، یا کراچۍ کې ستونزه جوړه کړي، دا ټولې هغه کړنې دي چې پاکستان موږ ته د تجارت برخه کې ډېر سخت زیان رسوي.»
خو د سوداګرۍ وزارت هیلهمن دی چې له پاکستان سره د دغه سند تړون به تر ډېره دا ستونزه حل کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد هم وايي چې د اګسټ له مياشتې د دغه تړون په لاسلیک سره ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
پاکستان ډېر کله د تورخم او له دغه هېواد سره د ترانزيټ نورې لارې په بېلابېلو وختونو کې په بېلابېلو بهانو تړلې او خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
Views: 22