د راپورونو له مخې، د نایجریا د ختیځ په «یوبي» ایالت کې وسله‌والو پر یوه کلي برید کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۸۱ کسان وژل شوي دي.

امریکا غږ د سیمه‌ییزو سرچینو له قوله لیکلي چې په برید کې د ۸۱ کسانو د وژل کېدو تر څنګ، ګڼ شمېر کسان بې‌درکه شوي هم دي.

سرچینې د یوبي ایالت د پولیسو ویاند عبدالکریم دونګس له قوله لیکلي چې د یادو وسله‌والو شمېر ۱۵۰ کسانو ته رسېده او دغه پر وسلو سمبال کسان پر موټرسایکلونو سپاره وو او د یاد ایالت پر «مافا» نومي کلي یې برید کړی.

هغه ویلي چې وسله‌والو د خلکو کورونو او هټیو ته اور اچولی دی.

ده ادعا کړې چې څه موده مخکې د همدغه کلي «څارګرو» د بوکو حرام ډلې (جماعةاهل السنة للدعوة و الجهاد‌) دوه کسان وژلي وو او کېدای شي چې د همدغو کسانو د غچ اخیستو په موخه دا برید شوی وي.

یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Views: 14