د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مغولستان ته سفر کړی او هم‌مهاله اوکراین د هغه د نیولو غوښتنه کړې ده.

اسکای نیوز راپور ورکړی چې پوتین پرون ناوخته (دوشنبه) مغولستان ته تللی او ټاکل شوې نن (سه‌شنبه) د دغه هېواد له مشر اوخنا خورلسوخ سره وګوري.

دا وروسته له هغه د جزا نړۍوالې محکمې (ICC) غړو هېوادونو یوه هېواد ته د پوتین لومړنی رسمي سفر دی چې شاوخوا ۱۸ میاشتې مخکې یې په اوکراین کې د «جنګي جنایتونو» په تور د نوموړي د نیول کېدو حکم صادر کړی و.

ورته مهال، اوکراین له مغولستانه غوښتي چې پوتین ونیسي او په هالنډ کې یې لاهه محکمې ته وسپاري؛ خو کرملین ویلي چې مغولستان ته د روسیې ولسمشر د سفر په اړه اندېښنه نه ‌لري.

د اوکراین بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پوتین په نیول کېدو کې د مغولستان ماته د جزا  نړۍوال حقوقي نظام ته سخته ضربه ورکړې ده.

د اوکراین بهرنیو چارو وزارت ویاند هیورهي تیخي پر ټلګرام په یوه پیغام کې لیکلي: «مغولستان یوه تورن جنایت‌کار ته اجازه ورکړه څو له عدالته وتښتي او له دې لارې د جنګي جنایتونو مسوولیت پر غاړه واخلي.»

مغولستان د روسیې او چین ترمنځ لوی او کم‌نفوسه هېواد دی.

یاد هېواد د سون‌توکو او برېښنا برخو کې مسکو او د کانونو صنعت کې پانګونې لپاره بیجینګ ته سخته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جزا نړۍوالې محکمې د تېر کال په مارچ کې د ولادیمیر پوتین د نیول کېدو حکم روسیې ته له اوکراینه د سلګونو ماشومانو د غیرقانوني لېږد په تور صادر کړی و.

Views: 14