د راپورونو له مخې، پرون مازدیګر د روسيې یوه چورلکه چې درې کسان عمله او ۱۹ مسافر په کې سپاره وو، د دغه هېواد ختیځ کې د کامچاتکا په نیمه ټاپو کې نادرکه شوې ده.

کامچاتکا نیمه ټاپو د روسیې د شمال‌ختیځ په «دورانتیا» سیمه کې موقعیت لري؛ دغه ټاپو په ارام سمندر کې د برینګ او اوخوتسک سمندرونو ترمنځ پرته ده، کامچاتکا د اور غورځونې فعالیتونو او طبیعي سرچینو له امله مشهوره او د ارام سمندر د اور غورځونې غرونو لړۍ یوه برخه ده.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، یادې (Mi-8T) ډوله چورلکې د واچکاژتش په نوم اورغورځوونکي ته نږدې له هوايي ډګره الوتنه کړې چې وروسته ورسره اړیکه پرې شوې ده.

په راپور کې راغلي ‎چې ورښت او نامناسبه هوا د دې چورلکې د ورکېدو لامل شوي دي.

د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی چې د لټون او ژغورنې عملیات یې پیل کړي دي.

Views: 11