هرات کې ځایي سرچینې وایي چې په دې وروستیو کې له ایرانه د قانوني افغان کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې ده.

هرات کې رسنیو د خپلو سرچینو له قوله لیکلي چې له ایرانه د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ له چټکتیا سره همهاله یو شمېر هغه کډوال چې ویزې او قانوني اسناد هم لري، را ایستل شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې را ایستل شوو کډوالو له دوی سره خبرو کې ویلي، لکه څرنګه چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، که همداسې ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي، هيڅکله به کډوالۍ ته زړه ښه نه‌ کړي.

د یادو کډوالو له ډلې نصیراحمد چې په قانوني ویزه ایران ته تللی و او شاوخوا یوه میاشت مخکې له دغه هېواده را ایستل شوی، له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو له ناسم چلنده شکایت وکړ.

هغه وویل: «۱۶ ورځې په ایران کې وم، که څه هم پاسپورټ، ویزه او بیمه مې هم لرل، پرته له کومې خبرې یې راوشړلم.»

دی هم له حکومته غوښتنه کوي چې له افغان کډوالو سره د ایران امنیتي ځواکونو د ناسم چلند او هغو کډوالو په اړه چې قانوني اسناد لري، پوښتنه وکړي، دا موضوع دې له ایراني چارواکو سره شریکه کړي او مخه دې ونیسي.

ورته مهال، د هرات په اسلام‌کلا بندر کې مسوولین هم د قانوني اسناد لرونکو کډوالو را ایستل تاییدوي.

د اسلام‌کلا بندر کمیسار مولوي حضرت‌الله زعیم له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې هره ورځ له ۳۰۰۰ تر ۳۵۰۰ افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنیږي چې ډېری یې په زور را ايستل کېږي.

هغه وویل چې د ورځې له ۵۰ تر ۶۰ هغه افغانان چې قانوني اسناد هم لري، د دغه هېواد د حکومت له خوا اخراجیږي او د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستنېږي.

بلخوا، په هرات کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مرستیال رحمت الله فیضان له پاسپورټ او ویزې سره د افغانانو راشړل د کار ویزې نه لرلو له امله بولي.

د هغه په خبره، هغه خلک چې ایران ته د کار لپاره ځي، ‌باید په سیاحتي ویزو لاړ نه شي، نو له دې امله را شړل کېږي.

Views: 9