بنګله‌دېش کې د سختو موسمي بارانونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه او څه باندې پنځه میلیون نور کسان اغېزمن شوي دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په بنګله‌دېش کې د سېلابونو راتلو له امله اغېزمن شوي اوسمهال خوړو، پاکو اوبو، درملو او جامو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د بنګله‌دېش لنډمهالي لومړي وزیر محمدیونس ویلي، عادي حالت ته د وضعیت بېرته راوستلو لپاره یې ټول لازم اقدامات پیل کړي دي.

بنګله‌دېش د ۱۷۰ میلیون نفوس په درلودو د سوېلي اسیا هغه هېواد دی چې سلګونه سیندونه لري او په وروستیو لسیزو کې د پرله‌پسې سېلابونو شاهد و چې د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلونونو له اړخه ډېر زیانمنونکی دی.

Views: 7