د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو پای‌لوبه کې امو لوبډلې بند امیر ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

دغه سیالۍ د روانې اکسټ میاشتې په دوولسمه کابل کې پیل شوې او نن پای ته ورسېدی چې په کې د هېواد له پنځو زونونو څخه بند امیر، سپین غر، امو، بست او مس عینک لوبډلو برخه اخیستې وه.

همدرانګه په یادو سیالیو کې د بند امیر او امو لوبډلو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په نننۍ سیالي کې د بند امیر لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکل شو ۲۰ اوورونو کې یې د یوه لوبغاړي په سوځېدو ۱۷۸ منډې وکړې.

په دې سیالي کې د بند امیر لوبډلې له لوري په توپوهنه کې حشمت‌الله شهیدي ۷۸، صدیق اتل ۷۵ او کریم جنت ۲۰ منډې وکړې.

په مقابل کې امو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د دغو سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې شاهدالله ۵۹، محمد اسحاق ۴۷، زبید اکبري ۴۰، شرف‌الدین اشرف ۱۳ او عبدالمالک ۱۲ منډې وکړې.

دغه راز، په توپ‌اچونه کې نجات مسعود، الله‌محمد غضنفر او امیر حمزه د امو لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، دغه سیالۍ داسې مهال پای ته رسېږي چې راتلونکې سپټمبر میاشت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له نیوزیلنډ سره یوه ټېسټ او له هغه وروسته په همدې میاشت کې له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

Views: 15