اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت وایي، د هغو پنځو افغانانو مړي یې خپلو کورنیو ته سپارلي چې څو ورځې مخکې د بلوچستان په ډالبندین سیمه کې د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوي وو.

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یادو کسانو مړي په کوېټه کې د افغانستان قونسلګرۍ په هڅو په بولدک کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د زمري په ۲۷مه د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي چې د بلوچستان د چاغۍ ولسوالۍ اړوند «ډالبندین» سیمه کې په ډزو د وژل شوو پنځو کسانو مړي موندل شوي دي.

سرچينې لیکلي وو چې د یادو کسانو مړي د پولیسو له مرکزه شاوخوا درې کیلومتره لرې، دولتي کالج ته نږدې په داسې حال کې موندل شوي چې د برېښنا پر ستنو راځړول شوي وو.

Views: 12