د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د افریقا په ځینو برخو کې د اېم‌پاکس ناروغۍ خپرېدو له امله د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړی او د دې ناروغۍ خپرېدل یې په نړۍواله کچه د اندېښنې وړ بللي دي.

اېم‌پاکس ناروغي ـ چې پخوا د منکي پاکس (د بیزو چیچک) په نامه پېژندل کېده- له اخته کس سره د جنسي اړیکې، د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدي؛ دا ناروغي د والګي په څېر د نښو نښانو او د پوستکي د ټپونو لامل کېږي او کېدای شي مرګونې ثابته شي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې – چې نن (د زمري ۲۵مه) یې خپور کړی-  دغه ناروغي په چټکۍ لېږدېدونکې ناروغي ده او په کانګو جمهوریت کې یې د خپرېدو په لومړیو کې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژلي دي.

سرچينې لیکلي، دا ناروغي اوس په مرکزي او ختیځې افریقا کې خپره شوې او ساینس‌پوهان یې د نوې ډول ډېرې چټکې خپرېدا او د مړینې لوړې کچې اندېښمن کړي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د افریقا په ځینو برخو کې د اېم‌پاکس ناروغۍ خپرېدو له امله د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم ګېبریېسوس ویلي، په افریقا او له دې وچې بهر د دې ناروغۍ د نورې خپرېدا احتمال ډېر د اندېښنې وړ دی.

هغه ویلي چې د دې ناروغۍ مخنیوي او ژوند ژغورلو لپاره یو همغږی نړۍوال غبرګون اړین دی.

Views: 11