د راپورونو له مخې، د اوکراین په ختیځ د کوستیانتینیوکا ښارګوټي پر یوه بازار باندې د روسي‌ ځواکونو هوایي برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د امریکا غږ راپور له مخې، دغه ښارګوټی له روسیې څخه ۱۳ کیلومتره لرې پروت دی.

په راپور کې راغلي چې تېره ورځ د روسیې ځوکونو پر دغه ښارګوتي هوایي برید کړی چې له امله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دغه برید د غچ اخیستو خبره کړې او لیکلي یې دي: «روسیه به د دې وژنو ځواب ورکوي.»

د یادونې ده، د شاوخوا دوه‌نیمو کلونو راهیسې د اوکراین او روسیې جګړه روانه ده او لسګونو زره کسانو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 

Views: 26