رسنیو راپور ورکړی چې پنځه امریکایي سرتیري د عراق په لوېدیځ کې پر عین‌الاسد اډې راکټي برید کې ټپیان شوي دي.

رویټرز اژانس د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د عراق په عین‌الاسد هوايي اډه کې د دوشنبې په شپه (د زمري ۱۵مه) د امریکايي او ایتلافي ځواکونو پر وړاندې راکټي برید کې لږ تر لږه پنځه امریکایي سرتیري ټپیان شوي چې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.

سرچینې زیاته کړې چې د عین‌الاسد په دې اډه کې مېشتو هوايي ځواکونو دې اډې ته نږدې اته نور توغندي هم شنډ کړي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، له یاد برید وروسته امریکايي ځواکونه سوریه کې په خپله اډه کې د تیار اوسئ په حال کې دي.

یاد بریدونه داسې مهال ترسره کېږي چې څو ورځې مخکې تهران کې د حماس سیاسي دفتر رییس اسماعیل هنیه له ترور وروسته په منځني ختیځ کې تاوتریخوالي ډېر شوي او د اووه ډلې بهرنیو وزیرانو هم د یادو تاوتریخوالو له ډېرېدو خپله سخته اندېښنه ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس په منځني ختیځ کې د «تمام عیار جګړې» د ډېرېدو اندېښنو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا به له خپلو ځواکونو څخه د دفاع لپاره په هر ځای او هر وخت کې چې وغواړي، برید وکړي.

 

Views: 14