د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي وايي، د غزې پر تړانګه او د قدس ښار په ګډون د فلسطين پر خاوره پوځي تېری د نړۍوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړه‌ليکونو خلاف عمل دى.

د اسلامي همکاريو سازمان د اعلاميې له مخې چې پرون خپره شوې، د دغه سازمان سرمنشي حسين ابراهيم طه دغه څرګندونې د یاد سازمان ‎د بهرنيو چارو وزيرانو شورا د پنځوسمې غونډې لپاره د چمتووالي ناستې په پيل کې په جده کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې کړې دي.

د هغه په ​​وينا، د لوړپوړو چارواکو دغه درې ورځنۍ غونډه په داسې حال کې کېږي چې د فلسطين او قدس موضوع له جدي ننګونو سره مخ ده او د اسرائيلو د بې‌ساري اقداماتو په پايله کې د جدي انحرافاتو شاهدان دي.

هغه د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د پرېکړه‌ليک پر بنسټ په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې او زيانمنو خلکو ته يې د مرستو د ژر تر ژره استولو پر اړتيا ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې: «د غزې پر تړانګه او د اشغال شوي قدس په ګډون پر ټوله فلسطیني خاوره پوځي تېری د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتو اړوند پرېکړه‌لیکونو خلاف کار دی او په نړۍواله کچه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د هلو ځلو همغږې کولو‎ لپاره به د امنیت شورا او ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د هغو پرېکړه‌لیکونو پلي کېدو لپاره فشار لا زیات کړي چې د اسرائیل د پوځي تېري د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کوي.»

طحه د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان، کشمیر او یو شمېر نورو اسلامي هېوادونو پر روان وضعیت او همدارنګه د سولې او امنیت په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، پر غزه د اسرائیل د ۳۰۳ ورځنیو بریدونو د قربانیانو شمېر ۳۹ او ۵۸۳ کسانو ته رسېدلی دی.

 

Views: 7