د بنګله‌دېش لومړۍ وزیرې شیخ حسینه وروسته له هغه استعفا کړې او په یوه چورلکه کې هند ته تللې چې پر ضد یې خونړي احتجاجونه وشول او د هغې د استعفا غوښتونکي لاریونوال له پولیسو سره په اخ او ډب واوښتل.

وروستۍ یوه میاشت کې د شیخ حسینې واجد پر ضد احتجاجونو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او په تېرو دوو اونیو کې امنیتي ځواکونو شاوخوا ۱۰۰۰ کسان نیولي هم دي.

سرچینه زیاتوي چې تېره ورځ په بنګله‌دېش کې له هغه وروسته لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي چې د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد استعفا غوښتونکو لاریونوالو له بلوا ضد پولیسو سره لاس او ګرېوان شول.

د راپورونو له مخې، شیخ حسینه واجد – چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په واک کې وه – نن په یوه چورلکه کې د هند «اګرتالا» ښار ته تللې او وروسته په زرګونه احتجاج‌کوونکي د هغې پر استوګنځي ورننوتي دي.

راپورونه ښیي چې د بنګله‌دېش د پوځ مشر د نوي حکومت جوړولو لپاره له ګوندونو او سیاسي څېرو او مدني فعالانو سره په خبرو بوخت دی.

د بنګله‌دېش مرکز د ډاکې ښار په لارو او کوڅو کې یو شمېر کسانو د حسینې د استعفا په خوښۍ کې نڅاګانې کړې، په دغه هېواد کې انټرنېټ پرې شوی او دولت درې ورځې رخصتي اعلان کړې ده.

 

Views: 12