د بایسکل‌ځغلونې دوه افغان لوبغاړې د ۲۰۲۴ کال د پاریس له روانو المپیکي سیالیو بهر او له مخکې تګ څخه پاتې شوې.

د افغانستان د بایسکل‌ځغلونې فدراسیون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، پرون د پاریس المپیکي سیالیو کې د بایسکل‌ځغلونې افغان لوبغاړو سفر پای ته ورسېد.

سرچینې زیاته کړې، فریبا هاشمي د بایسکل‌ځغلونې سیالۍ کې ۵۷م مقام خپل کړ، خو له بده مرغه یولدوز هاشمي په دې سیالۍ کې له درد سره مخ شوه او خپله سیالي یې پای ته ونه رسوله.

د راپورونو له مخې، د بایسکل‌ځغلونې په یاده سیالۍ کې ۹۳ ښځینه لوبغاړو برخه اخیستې وه او افغان لوبغاړې فریبا هاشمي په کې ۷۵یم ځای خپل کړ.

دغه راز، د ښځینه لوبغاړو ترمنځ دغه سیالۍ د ۱۵۸ کیلومتره په واټن کې ترسره شوه.

د یادونې ده، د المپیک په دغو سیالو کې د درېیو نجونو په ګډون شپږ افغان لوبغاړو ګډون کړی دی

Views: 14