د راپورونو له مخې، د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د سمندر پر غاړه په یو وسله‌واله برید کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، دغه برید د تېرې جمعې په شپه د لیدو په ساحل کې شوی چې ډېری وخت ورته سوداګر او حکومتي چارواکي د سیل لپاره ورځي.

سرچينې لیکلي، برید د الشباب وسله‌والو کړی چې په کې ۳۲ کسان وژل شوي او ۶۳ نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي، الشباب له څه باندې ۱۷ کلونو راهیسې په سومالیا کې د حکومت پر ضد فعالیت لري.

سرچینه زیاتوي چې لومړی د الشباب یوه بریدکوونکي په سیمه کې په ځان پورې تړلې چاودېدونکي توکي چوولي او بیا نور وسله‌وال سیمې ته ورغلي او ډزې یې کړې دي.

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود ویلي، له لومړي وزیر او نورو مهمو امنیتي چارواکو سره به بېړنۍ غونډه جوړه کړي څو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

Views: 12