د راپورنو له مخې، د سوډان پوځي مشر عبدالفتاح البرهان د بې‌پیلوټه الوتکې له بریده ژوندی وتلی خو پنځه کسان په دغه برید کې وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

دغه څرګندونې د سوډان د پوځ ویاند جنرال نبیل عبدالله له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي، تېره ورځ سهار د دغه هېواد په ختیځ کې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمې «جبیت پوځي اډه» کې د سرتېرو د فراغت پر مراسمو د بې‌پیلوټه الوتکو دوه بریدونه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې په دغو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.‌

جبیت پوځي اډه د سوډان د بندر په شاوخوا ۱۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

نبیل عبدالله د دغه برید پړه پر چټک ملاتړ ځواکونو (اراېس‌اېف) اچولې چې له تېرو ۱۶ میاشتو راهیسې له پوځ سره د سوډان د کنټرول پر سر په جګړه کې بوخت دي.

راپور کې راغلي چې اراېس‌اېف په دې پېښه کې خپله ښکېلتیا رد کړې او دا یې د پوځ د داخلي اختلافاتو پایله بللې ده.

 

Views: 24