د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د پاکستان او متحده عربي اماراتو له لوبډلو سره د یو ورځنیو لوبو درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد تر ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د روان کال په نومبر میاشت کې د پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کوي.

سرچینې زیاته کړې، دا سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۱۳مه نېټه پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۶مې پورې به په متحده عربي اماراتو کې دوام وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، دغه سیالۍ تر ۱۹ کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۴م کال د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې ترسره کړي.

کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډله به په یاده لوبلړۍ کې څلور لوبې ترسره کړي چې خپله لومړۍ لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۵مه له پاکستان سره، دویمه لوبه به د نومبر میاشتې په ۱۷مه له اماراتو سره، درېیمه لوبه به د نومبر په ۱۹مه یو ځل بیا له پاکستان سره او د همدې میاشتې په ۲۱مه به د لومړي پړاو وروستۍ لوبه له اماراتو سره ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د یادې درې اړخیزه لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه د لومړي پړاو د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

سرچینې د کرکټ بورډ د اجراییوي رییس نصیب‌ خان له قوله لیکلي: «موږ خوښ یو چې د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نولس کلنو لوبغاړو په درې اړخیزو سیالیو کې ګډون کوو. دا لوبلړۍ به زموږ په ځوانو لوبغاړو کې له پیاوړو لوبډلو سره د مقابلې او سترو سیالیو کې د لوبېدو روحیه غښتلې کړي.»

نوموړي زیاته کړې، د ۱۹ کلنو ځوانان اوسمهال د دوی له پلانونو سره سم په خپلو تمریناتو بوخت دي څو د ۱۹ کلونو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو ترڅنګ راتلونکو سترو سیالیو ته چمتو شي.

نصیب خان ویلي، یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د افغان لوبغاړو لپاره خورا ښه فرصت دی او له دوی سره به مرسته وکړي چې په راتلونکي کې د سترو سیالیو لپاره په بشپړه توګه چمتو شي.

د یادونې ده، د کرکټ ملي لوبډله به په سپټمبر میاشت کې له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې ترسره کړي.

 

Views: 11