د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ۱۱ اروپايي هېوادونو ترڅنګ په کاناډا او اسټرالیا کې د افغانستان استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه دوی ته د منلو وړ نه دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاد وزارت تل هڅه کوي چې په بهر، په ځانګړي ډول اروپایي هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مشروع حقونو دفاع وکړي او هغوی ته په قونسلي خدمتونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
خبرپاڼه کاږي، د بهرنیو چارو وزارت خپلو هېوادوالو ته د غوره خدمتونو ترسره کولو په موخه په اروپایي هېوادونو کې د افغانستان له سیاسي او قونسلي استازولیو بیا بیا غوښتنه کړې چې لږ تر لږه د قونسلي چارو برخه کې له مرکز سره تعامل وکړي.
د خبرپاڼې په حواله: «په خواشینۍ سره باید ووایو چې د یادو ډېرو استازولیو له لوري کړنې له مرکز سره په نه همغړۍ، خپلسرۍ او له شته منل شوو اصولو په ښکاره سرغړونې پر مخ بيول کېږي.»
خبرپاڼه کې راغلي، د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې مېشتو هېوادوالو ته یو ځل بیا خبر ورکوي چې د دې اعلامیې د خپرېدو له نېټې وروسته په لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سويډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا استازولیو له لوري قونسلي خدمتونه لکه وثایق، تصادیق، عدم مسوولیت پاڼه، د پاسپورټ صدور، پاسپورټ تمدیدي سټېکر، وېزې سټېکر او ….. د مرکز او اړوند بنسټونو له لوري د منلو وړ نه دي او د بهرنیو چارو وزارت د یادو سندونو پر وړاندې هيڅ ډول مسوولیت نه لري او نه اجراآت پرې ترسره کېږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، بهرمېشتي هېوادوال او بهرنیان کولای شي د افغانستان له پورتنیو استازولیو پرته په نورو هېوادونو کې د اسلامي امارت استازولیو ته د قونسلي خدمتونو او وېزو ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي.
Views: 7