د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ‌اچوونکي او د شل‌اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان په شل‌اوریزو سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې پوره کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشدخان په شل‌اوریزو سیالیو کې وېکټې بشپړې کړې او په نړۍواله کچه دویم لوبغاړی شو چې دغه کارنامه په خپل نوم کوي.

د راپورونو له مخې، راشد خان ټولې ۴۴۱ شل‌اوریزې لوبې ترسره کړې دي.

دغه راز، له دې مخکې د وېسټ‌انډيز توپ‌اچوونکي براوو هم یاد ریکارډ جوړ کړی و.

Views: 13