د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ملي لوبډله راروانه سپټمبر میاشت کې له نیوزیلنډ سره یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د لومړي ځل لپاره د نیوزیلنډ ملي لوبډلې کوربه‌توب کوي چې د یادې سترې سیالۍ لپاره به د نیوزیلنډ لوبډله د سپټمبر په پنځمه د هند ګریټر نویډا ته راشي او له څو ورځو تمرینونو وروسته به له افغانستان سره خپله یوازېنۍ ټېسټ‌لوبه پیل کړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده لوبه به د سپټمبر په نهمه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۳مې به دوام وکړي.

سرچینې ویلي، د مهالوېش له مخې به افغان کرکټ لوبډله د اګسټ په وروستیو کې د هند ګریټر نویډا ته ولاړه شي او د یادې سیالۍ لپاره د چمتووالي په موخه به خپل تمرینونه پیل کړي.

دغه راز، د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هند کرکټ بورډونو د مشرتابه ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالي په توګه ورکړل شوی دی.

سرچینې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف له قوله لیکلي: «ډېر خوشحاله یو چې د لومړي ځل لپاره له نیوزیلنډ سره ټېسټ‌لوبه کوو او دا د هغو هلو ځلو او خبرو پایله ده چې موږ د کرکټ نړۍوالې شورا په ناستو کې د نورو کرکټ بورډونو له مشرانو سره مطرح کړې وې، دا دی اوس د نیوزیلنډ په څېر له سترې لوبډلې سره ټېسټ‌لوبه کوو.»

اشرف ویلي، ډېر لېوال دی چې له نیوزیلنډ سره په راتلونکي کې د یو ورځنیو او شل‌اوریزو نړۍوالو سیالیو لوبلړۍ هم ولري چې ورته لوبلړۍ به د دواړو لوبډلو لپاره ډېرې ګټورې وي.

میرویس اشرف زیاته کړې، د نیوزیلنډ لوبډله د کرکټ په نړۍ کې یو له غښتلو او پیاوړو لوبډلو شمېرل کېږي، له بل لوري که افغان لوبغاړو ته هم وکتل شي، ډېرو سترو لوبډلو ته یې ماتې ورکړې چې وروستی نړۍوال جام یې یوه ښه بېلګه ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تر دې مهاله ۹ ټېسټ‌لوبې ترسره کړې چې له ډلې یې درې ګټلې او دغه راز یې شپږ لوبې بایللې دي.

Views: 12