د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله څه باندې ۱۴۱ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.

رويټرز راپور ورکړی، د کلیفورنیا په شمال کې په ځنګلونو کې رامنځته شوې دغه اورلګېدنه په چټکۍ د پراخېدو په حال کې وه په داسې حال کې چې د اطفایې زرګونه مامورینو د مخنیوي هڅه کوله.

د اور پر وړاندې د کلیفورنیا د ځنګلونو ساتنې ادارې ویلي چې دې پېښې تر تېر مازدیګره د کلیفورنیا ایالت د مرکز ساکرامنتو شمال ته په ۱۴۴ کیلومترۍ کې ۱۴۱،۶۴۰ زره هکتاره ځمکه سوځولې ده.

په راپور کې راغلي چې دې اورلګېدنې د تېرې اونۍ د چهارشنبې له ورځې راهیسې تر اوسه ۱۳۴ ودانۍ هم تخریب کړې دي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن سپارښتنه کړې چې د اور مړ کولو لپاره دې ټول امکانات په کار واچول شي.

 

Views: 20