د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د خپلې نوماندۍ فورم لاسلیک کړی دی.

هغې تېره ورځ ناوخته پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «زه په رسمي ډول ځان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشریزو ټاکنو ته اعلانوم.»

هریس ویلي چې د دې انتخاباتي ډله به د ۲۰۲۴ کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې بریالۍ شي.

د یادونې ده، د امریکا ولسمشر جوبایډن د تېرې اونۍ په یکشنبې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې له خپلې نومانۍ تېر شو او له دې څو دقیقې وروسته د خپل او کاملا هریس د انځور خپرولو یې د هغې له نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټولو ډیموکراتانو د هغې له نوماندۍ ملاتړ کړی او په دې وروستیو کې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغې مېرمنې هم له هغې ملاتړ کړی دی.

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې به د روان کال د نومبر په ۵مه ترسره شي او د ټاکنو ګټونکی به خپل فعالیت له تحلیف وروسته د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له ۲۰مې د ۲۰۲۹ کال د جنورۍ تر ۲۰مې ترسره کړي.

 

Views: 9