د کونړ د کرنې ریاست مسوولین وايي، تېره شپه د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه‌ګل دره کې د نږدې ۵۰۰ چهارتراش لرګیو د قاچاق مخه نیول شوې ده.

د کونړ ولایت د کرنې او مالداري ریاست د طبیعي سرچینو امر عبدالواسع احساس وویل، تېره شپه د ځنګلونو د ساتنې قطعې د یو لړ ځانګړو عملیاتو پر مهال د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه‌ګل دره کې ۴۸۰ چهارتراش لرګي چې په قاچاقي ډول لېږدول کېدل، نیولي دي.

هغه وویل: «د ځنګلونو د ساتنې بیدارې قطې په خپلو هڅو سره د دیوه‌ګل په سیمه کې د نښترو وهل شوي لرګي چې چهارتراش سلیفر ترې جوړ شوي وو او په پټه او ناقانونه لارو د خرڅلاو په موخه نورو سیمو ته لېږدول کیدل، ونیول.»

نوموړي دغه راز وویل، هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په خپل‌سري توګه د ځنګلونو ونې پرې کړي او یا یې هم په ناقانونه توګه نورو سیمو ته ولېږدوي.

نوموړی زیاتوي چې د ځنګلونو د ساتنې په موخه یې شاوخوا ۶۵ ولسي شوراګانې جوړې کړې چې تر ډېره ورسره د ځنګلونو د وهلو مخه نیول شوې ده.

هغه د یاد شمېر لرګیو د قاچاق په تور د کوم چا د نیول کېدو په اړه معلومات ورنه‌کړل.

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د ځنګلونو د ساتنې په موخه ولسي شوراګانې لا ډېرې کړي او د رامنځته شوې شنې قطعې تشکیل هم پراخ کړي.

د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی قیام خیام وايي: «زموږ غوښتنه ده چې قومي تړې او ناغې را ژوندۍ شي او له همدې لارې د ځنګلونو ساتنه وشي او د دې ترڅنګ د ځنګل ساتنې په موخه د رامنځته شوي ځواک تشکیل لا پراخ شي.»

د یادولو ده، د شنې قطعې منسوبینو له دې مخکې هم د کونړ په بېلابېلو سیمو کې د ځنګلونو د تازه وهل شوو لرګیو د قاچاق مخه نیولې ده.

Views: 4