د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ نړۍوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو په نړۍوال جام کې د کرکټ ملي لوبډلې وروستیو لاسته‌راوړنو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې افغان کرکټ ورځ تر بلې د غښتلتیا په حال کې دی.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، د کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ نړۍوالې شورا په غونډه کې ګډون وکړ.

سرچینې زیاته کړې، دغه غونډه چې د کرکټ نړۍوالې شورا له لوري په سریلانکا کې تنظیم شوې وه، د نورو بشپړو غړو هېوادونو پر مشرانو سربېره په کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف او اجرائیوي رییس نصیب خان هم ګډون درلود.

سرچینې زیاته کړې، په یاده غونډ کې د کرکټ نړۍوالې شورا مشرتابه او ټولو غړو هېوادونو له لوري په نړۍوال جام کې د افغان لوبډلې د وروستیو لاسته‌راوړنو او بریاوو او په افغانستان کې د کرکټ فعالیتونو ستاینه وشوه او زیاته یې کړه چې افغان لوبډلې حیرانوونکې لوبې نندارې ته وړاندې کړې، له شک پرته د کرکټ مینه‌والو ترې ډېر خوند واخیست او افغان کرکټ ورځ تر بلې د غښتلتیا په حال کې دی.

په یاده غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د افغان کرکټ پر لاسته‌راوړنو، فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بحث وکړ او د کرکټ نړۍوالې شورا له مشرتابه او بشپړو غړو هېوادونو سره یې خپل معلومات شریک کړل.

سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ‌انډیز هېوادونو له مشرانو سره له چمپین ټرافي مخکې د ملي لوبډلې لوبلړیو د تنظیم او ترسراوي په اړه خبرې کړې دي.

کرکټ بورډ ویلي، دغه راز له بنګله‌دېش او زمبابوې سره د الف لوبډلې لوبلړیو او همدارنګه د پاکستان او متحده عربي اماراتو له مشرانو سره د ۱۹ کلنو لوبغاړو د درې اړخيزې لوبلړۍ ترسراوي په اړه بحث او خبرې اترې وشوې چې کره نېټې به یې یو په بل پسې په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د کرکټ نړۍوالې شورا د ټولو غړو هېوادونو اجرائیوي مشرانو د کرکټ فعالیتونو د لا ښه والي، د کرکټ پرمختګ او پراختیا او دغه راز نورو ډېرو مواردو بحثونه وکړل.

Views: 16