د کرواسي امنیتي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې یوه وسله‌وال کس د بوډاګانو یوه پالن‌ځای کې د خپلې مور په ګډون شپږ کسان وژلي دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې یاده پېښه تېره ورځ (دوشنبه) د کرواسي په مرکز کې شوې او شپږ نور کسان په کې ټپیان شوي دي.

د کرواسي ملي پولیسو رییس نیکولا میلینا ویلي، د برید پر مهال پنځه کسان ځای ځای وژل شوي او یو بل په روغتون کې ساه ورکړې ده.

هغه زیاته کړه، په شپږو ټپیانو کې د څلورو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه، پولیسو تورن کس له تښتې وروسته د داروور ښار مرکز ته نږدې په یوه کافي‌خونه کې نیولی او د برید د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي.

ورته مهال، سیمه‌ییز ټلوېزیون «N1» راپور ورکړی چې شکمن کس په ۱۹۷۳ کې زېږېدلی او پخوانی پولیس دی.

د راپور له مخې، د شکمن کس مور له لسو کلونو راهیسې د بوډاګانو پالنې په دغه مرکز کې اوسېده.

د داروور ښار اوسېدونکي زلاتکو سوتوګا یاد ټلوېزیون ته ویلي، شکمن کس یې له پخوا راهیسې پېژاند.

هغه زیاته کړې: «خلک وايي چې هغه رښتیا هم جنجالي سړی و، الکول او داسې نور یې استفاده کول.»

Views: 10