د هه‌نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان ویلي چې په ایران کې د یوه افغان او یوې ښځې په ګډون اته کسان اعدام شوي دي.

هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د ایران د کرج او شېراز په زندانونو کې اعدام شوي دي.

د راپور پر بنسټ، د یوه افغان په ګډون د مهدي علي‌اکبري، داوود براهويي و سعید محمدپور په نومونو څلور کسان پرون (یک‌شنبه) د نشه‌يي توکو د جرم په تور د کرج په قزلحصار زندان کې اعدام شوي دي.

د اعدام شوي افغان هویت نه دی په ډاګه شوی.

بلخوا، د روانې اونۍ د شنبې په ورځ هم د یوې ښځې او د منصور توکلي او حامد شکسته په نومونو د دوو کسانو د اعدام حکم چې په عمدي قتل تورن وو، د شېراز په مرکزی زندان (عادل‌اباد) کې تطبیق شو.

د ایران د بشري حقونو دغه سازمان لیکلي، له یادو درېیو زندانیانو سره هم‌مهاله، د محسن استواري په نوم د یوه کس د اعدام حکم چې مخکې د «جنسي تېري» له امله په اعدام محکوم شوی و، هم تطبیق شوی دی.

دغه سازمان د روان کال د چنګاښ میاشتې په ۱۳مه هم راپور ورکړی و چې ایران د نشه‌یي توکو اړوند جرمونو په تور دوه افغانان د شېراز په مرکزی زندان کې اعدام کړی دي.

Views: 4