د اسټرالیا دولت د هغو افغانانو کورنیو ته د غرامت ورکولو څرنګوالی څرګند کړ چې د دغه هېواد د ځواکونو له لوري افغانستان کې وژل شوي یا زیانمن شوي دي.

رسنیو راپور ورکړی، یاد غرامت به د هغو افغانانو کورنیو ته ورکړل شي چې بې‌ګناه وژل شوي، برید پرې شوی او یا یې مالونه له‌منځه تللي دي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیایي ځواکونو له لوري لږ تر لږه ۳۹ ملکي «بې‌ګناه» وګړي وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسټرالیا دفاع وزیر تېر کال په جوزا میاشت کې ویلي وو، هېواد یې افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکولو لپاره د لارې په لټه کې دي.

د ویلو ده چې وروسته له ۲۰۰۱ میلادي کال څخه اسټرالیا نږدې ۴۰۰ عسکر د نړۍوال ځواکونو د یوې برخې په توګه افغانستان ته رالېږلي وو چې اروزګان کې مېشت وو.

Views: 5