د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اتو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۳ زره او ۶۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۲۰مې تر ۲۷مې نېټې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو اتوو ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۴۰ کسان چې شاوخوا ۳۸۳ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۱۱۵۶۰ کسان د نیمروز د ابرېشم‌پله او د هرات اسلام‌کلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۳مه په کابل کې د چین سفیر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه د سل میلیون چینایي یوان مرستې ژمنه وکړه.

د یادونې ده، د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې هم ۱۱ زره او ۲۰۱ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي وو.

 

Views: 18