رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسله‌والو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسله‌والو پرون سهار د پاکستان پر یوه پوځي مرکز برید وکړ.

سرچینې لیکلي، امنيتي چارواکو چې نه یې دې غوښتي نومونه یې خپاره شي، ویلي چې په برید کې لږ تر لږه درې پوځیان وژل شوي ‌او د سرتېرو په ګډون ۵۰ کسان ټپیان دي.

چارواکو دغه راز د درېيو وسله‌والو وژل کېدو ادعا هم کړې ده.

د امنيتي ځواکونو په وينا، سهار وختي وسله‌والو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پوځي مرکز له دېوال سره وجنګاوه، له چاودنې وروسته وسله‌وال یاد پوځي مرکز ته ننوتل او له پوځيانو سره یې نښته پيل کړه چې د ورځې تر ناوخته روانه وه.

بلخوا، د بنو ولسوالۍ امنیه قوماندان قوماندان ضياءالدين بي‌بي‌سي ته ویلي چې په دغه برید کې د درېیو پوځیانو وژل کېدو ترڅنګ ۵۳ کسان ټپیان شوي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

 

Views: 16