میدان‌وردګو کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وايي، سېلابونو تېره شپه د دغه ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ کې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات له منځه وړي دي.

د میدان‌وردګو ولایت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست مشر فیض‌الله جلالي وویل چې یاد سېلابونه تېره شپه شاوخوا لس‌نیمې بجې راوتي او له «نېکه‌مرغه» ځاني زیان نه لري.

هغه زیاته کړه، سېلابونه د دایمیرداد ولسوالۍ اړوند احمدخېلو، اورمړ، ابراهيم‌زوی، بخشک، فېره، حاجکې، لښکري او ابدول په کلیو کې راوتلي چې د سلګونه جریب ځمکو کرنیز محصولات یې وړي او ډېرې میوه‌لرونکې او غیر میوه‌لرونکې ونې یې زیانمنې کړې دي.

جلالي زیاتوي: «سېلابونو د ابراهيم‌زوی کلي د روغتیایي کلینیک تقریبا ۵۰ متره دېوال نړولی او د اورمړ په کلي کې د امان‌الله په کور ډبره رالوېدلې چې د احاطې دېوال یې ړنګ شوی او د اشپزخانې ځینې وسایل یې تخریب شوي دي.»

د هغه په وینا، د یادو کليو ویالې او ډېرې لارې هم تخریب شوې دي.

دغه راز بدخشان کې ځايي مسوولین وایي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، یو کوچنی د برېښنا بند او د اوبو کانالونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې رییس مولوي محمداکرم اکبري وايي له پرون ماسپښین وروسته د جرم ولسوالۍ اړوند په سندر دره خستک سیمه کې د ورښت له امله سخت سېلابونو راوتلي دي.

هغه زیاته کړه، لومړنۍ شمېرې ښيي چې د دغو سېلابونو له امله ۲۰۰ څاروي تلف شوي، کرنیزې ځمکې، د اوبو کانالونه، د برېښنا یو کوچنی بند او یو شمېر کورونه ویجاړ شوي خو چاته په‌کې ځاني زیان نه دی رسېدلی.

نوموړي زیاته کړه چې د اوښتو زیاتونو د څېړلو لپاره له فیض‌اباد ښاره یو ټیم د جرم ولسوالۍ سندر دره خستک سیمې ته استول شوی دی.

Views: 13