د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې په وسله‌وال برید کې برسېرن ټپي شوی او مشکوک بریدګر هم وژل شوی دی.

پر نوموړي دغه برید د پنسلوانیا ایالات کې شوی دی.

په راپور کې راغلي چې په پنسلوانیا کې د ټرمپ د ټاکنیزې غونډې له پیلېدو پنځه دقیقې وروسته د ډزو غږونه واورېدل شول، ساتونکو یې سمدستي دریځ‌ ته ورودانګل او پرې راټول شول، له څو شېبو وروسته د امنیتي کسانو غږ اورېدل کېږي چې وايي بریدګر له پښو وغورځول شو.

سرچينې لیکلي، په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې د ټرمپ له ښي غوږه وینې بهېږي او د مخ یو اړخ یې هم په وینو لړلی و.

بلخوا، د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه لنډه وینا کې ویلي چې ټول باید په پنسلوانیا کې د تاوتریخوالي صحنه وغندي او دی به نن له ډونالډ ټرمپ سره وغږېږي.

هغه ویلي: «موږ اجازه نه شو ورکولی چې داسې څه پې‍ښ شي، موږ باید داسې نه شو، موږ دا نه شو منلی.»

د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې نن اعلان وکړ چې د متیو کروکس په نوم یې یو ۲۰ کلن کس د ډونالډ ټرمپ د ترور په هڅې کې پېژندلی دی.
کروکس د پنسلوانیا ایالت د بېتل پارک اوسېدونکی دی او ټرمپ په کې د خبرو په وخت کې په غوږ په مرمۍ ووېشتل شو.

د امریکا متحده ایالتونو ځینو نورو چارواکو هم دغه برید غندلی دی.

Views: 23