د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۰ زره او ۷۱۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو څلور ورځو راهیسې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو کډوالو له ډلې ۲۱۶۸ کسان چې شاوخوا ۳۶۴ کورنۍ کېږي، د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۸۵۴۸ کسان د نیمروز د ابرېشم‌پله او د هرات د اسلام‌کلا له لارو له ایرانه په خپله خوښه او جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پاکستان حکومت ویلي چې د «پي‌اوار» کارت لرونکي کډوال کولای شي د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰مې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان حکومت یاده پرېکړه پاکستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي له درې ورځني سفر وروسته اعلان کړې ده.

پاکستان د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د راپورونو له مخې، دغه هېواد تراوسه څه باندې نیم میلیون افغان کډوال په زور ایستلي دي.

د یادونې ده، د روانې چنګاښ میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې نېټې پورې هم ۱۱ زره او ۲۰۱ کډوال له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

Views: 17