د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اماندا مک‌ګرګور یې د ګېلن مایلر پر ځای د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نوې ځانګړې استازې په توګه ګومارلې ده.

یاد وزارت په نننۍ (چهارشنبه) بیانیه کې لیکلي، اغلې مک ګرګور چې په قطر کې اوسېږي، له خپلو همفکره هېوادونو سره به د افغانستان د خلکو ملاتړ لپاره کار وکړي.

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې ډیپلوماتان له نړۍ سره د دغه هېواد د تعامل محرکین دي او له هېواده بهر د اسټرالیا ملي ګټې پالي.

د یاد وزارت په بیانیه کې زیاته شوې، اسټرالیا په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په افغانستان کې له زیانمنو کسانو سره ۷۱ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د ویلو ده، د اغلې مک‌ګرګور په وروستیو کې په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت د ماموریت مرستیاله وه.

Views: 16