هندي چارواکي وايي، د دغه هېواد په شمال کې په مذهبي مراسمو کې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله ۱۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسوشیټېډ پرېس د هند د اوتار پرادیش ایالت د پولیسو عمومي مدیر پراشانت کومار له قوله راپور ورکړی چې یاده پېښه پرون (سه‌شنبه) په دغه ایالت کې شوې ده.

هغه څرګنده کړې، ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

بلخوا، د هند د اوتار پرادیش ایالت د پولیسو لوړپوړي افسر شلاب ماتور ویلي، په یاده پېښه کې څه باندې ۸۰ کسان ټپیان شوي او په روغتون کې بستري شوي دي.

د راپور له مخې، یاده پېښه د مذهبي مراسمو له ختمېدو ورسته هله رامنځته شوه چې ګډون‌والو غوښتل په بېړه له سیمې ووځي.

ورته مهال، د اوتار پرادیش ایالت ارشد وزیر پر اېکس‌پاڼه په یوه پیغام کې یاده موضوع «ځوروونکې» بللې او د څېړنې ټینګار یې کړی دی.

Views: 16