د راپورونو له مخې، د پاکستان بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې کسان وژلي، خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر پوستې په راکټي برید کې دوه پاکستاني سرتېري او په لکي مروت کې درې نور کسان وژل شوي.

د اې‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، تېره ورځ د پاکستان بلوچستان ایالت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، د بلوچستان پولیسو مشر ویلي چې څلور کسان د بلوچستان له توربت سیمې د تېرېدو په حال کې وو چې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه وکړه.

راپور کې راغلي چې د دې پېښې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

سرچینې ورته مهال راپور ورکړی چې د خيبرپښتونخوا په جمروډ کې د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر پوستې د راکټ بريد په پایله کې دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دغه راز وي‌او‌اې ډېوه راډیو تېره ورځ راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په لکي مروت کې د خښتو په بټۍ کې ناپېژاندو وسله‌والو درې کارګر پر ډزو وژلي دي.

راپور کې راغلي، ځایي خلکو د یادو کارګرو وژل کېدو د پېښې پر ضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

راپور وايي، پوليسو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې دا پېښه د شپې مهال شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.

 

Views: 14