د دوحې درېیمه غونډه نن ماښام شوه او سبا دوه بجې پای ته رسېږي او د غونډې له پیل مخکې د طالبانو پلاوي د افغانستان لپاره د سیمې هیوادونو له یو شمیر ځانکړو استازو سره کتلي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، د دوحې درېیمې غونډې ته د ۳۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او د دې غونډې مشري د م.م د سرمنشي مرستیاله رزماري این‌ډي‌کارلو کوي.

د هغه په وینا، نوموړې به د هېوادونو د ځانګړو استازو، د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو حقونو مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره هم وګوري.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د دوحې درېیمې ناستې رسمي پرانيسته د اجنډا له مخې نن د جون په ۳۰مه پر ځايي وخت ماښام ۶:۴۵ پيلېږي او ۸:۴۵ پای ته رسېږي.

هغه لیکلي: «دويمه ورځ (د جولای لومړۍ نېټه) پر دواړو موضوعاتو دوه جلا ناستې کېږي؛ د سهار له ۸:۳۰ تر ۱۱:۰۰ پر مالي او بانکي بنديزونو او خصوصي سکټور خبرې کېږي او دويمه ناسته له ۱۱:۳۰ تر ۲:۰۰ بجو د مخدره توکو پر ضد د مبارزې او پرمختګ برقراره ساتلو په اړه بحثونه کېږي.»

دی وایي، د دغه بحث له پای ته رسېدو سره د دوحې درېیمه ناسته رسماً پر دويمه ورځ پای ته رسېږي، د م.م. وياند هم غونډه دوه ورځنۍ بللې ده.

له افغانستانه د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په مشرۍ پلاوی د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره تېره ورځ دوحې ته تللی دی.

مجاهد تېره ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دوحې ناستې ته «د تفاهم او ستونزو د حل» په موخه ځي او هڅه کوي نړۍ د افغانستان پر وړاندې ښه دریځ او تعامل ته راوبولي.

د افغانستان لپاره د ښځو برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ځانګړې استازې رینا امیري پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې له تېرو درېیو اونیو راهيسې د هېواد دننه او بهر له یو شمېر ښځو او د بشري حقونو مدافینو سره یې خبرې کړې او د هغوی وړاندیزونه یې اورېدلي دي.

هغې زیاته کړې چې دغه وړاندیزونه به د دوحې درېیمې ناستې له ګډونوالو سره شریک کړي.

Views: 15