د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، په تېرو اوو ورځو کې له پاکستان او ایرانه ۱۱ زره او ۲۶۱ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه کډوال د غبرګولي میاشتې له ۳۱مې د روانې چنګاښ میاشتې تر شپږمې پورې له پاکستان او ایرانه په زور او یا خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه شمېرې له تېرو اوو ورځو راهیسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه د خپرو شوو معلوماتو له مخې را اخیستل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادو کډوالو له ډلې ۲۰۰۰ کسان چې شاوخوا ۲۴۲ کورنۍ کېږي د تورخم او سپن‌بولدک له لارو له پاکستانه په جبري ډول راایستل شوي دي.

دغه راز، په یاده موده کې ۹۲۶۱ کسان د هرات اسلام‌کلا بندر او د نیمروز د ورېښمو پله له لارو له ایرانه په خپله خوښه او یا جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې پنج‌شنبې پر ورځ د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې وه.

د یادونې ده، د تېرې غبرګولي میاشتې له ۱۷مې تر ۲۳مې پورې له پاکستان او ایرانه ۲۷ زره او ۸۳۱ افغان کډوال په زور او یا خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي وو.

 

Views: 15