د راپورونو پر بنسټ، د امریکا نیویارک ایالت په روچسټر ښار کې د یوه کس په ډزو شپږ کسان ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون سهار (یک‌شنبه) په یوه پارک کې شوې ده.

د روچسټر ښار د پولیسو مشر ډیوېډ سمېټ ویلي چې پرون سهار وخته شاوخوا دوه بجې او ۴۵ دقیقې یوه کس د منهاتن میدان سیمې په مارټین لوټر کينګ جونیور پارک کې د لفظي شخړې پر مهال پر خلکو ډزې وکړې.

هغه زیاته کړې چې د دې پېښې په ټپیانو کې یو ۱۷ کلن هلک، درې ۱۸، ۲۱ او ۳۳ کلن سړي او دوه ۲۰ او ۲۵ کلنې ښځې شامل دي.

د پېښې د ټپیان وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

په رايور کې راغلي چې د دغو ډزو په تړاو تر اوسه څوګ نه دي نیول شوي وي.

Views: 17