د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو د اتو غوره لوبډلو پړاو کې سبا خپله درېیمه لوبه له بنګله‌دېش سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، افغان ملي لوبډله سبا سهار پنځه بجې د بنګله‌دېش پر وړاندې لوبه ترسره کوي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه سیالي د ويسټ‌انډیز د کینګز ټاون سينټ وینسینټ کې په ارنس وېل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

همدارنګه د نړۍوال شل‌اوریز جام سیالیو دویم پړاو کې د افغانستان، هند، اسټرالیا او بنګله‌دېش لوبډلې په یوه ګروپ کې لوبېږي.

افغانستان په دویم پړاو کې تر دې مهاله دوه لوبې ترسره کړې دي چې اسټرالیا ته یې ماتې ورکړې او هند ته یې لوبه بایللې ده.

دغه زار، د نړۍوال جام په دویم پړاو کې نن ماښام د اسټرالیا او هند لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره کېږي؛ که چېرې هند د اسټرالیا لوبډلې ته ماته ورکړي او افغانستان هم خپله لوبه سبا له بنګله‌دېشه وګټي، نو په دغو سیالیو کې به د هېواد ملي لوبډله په مستقیم ډول نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

 

Views: 14