د راپورونو له مخې، د روسیې په جنوب داغستان کې په وسله‌والو بریدونو کې ۱۵ پولیس او څو ملکي کسان وژل شوي دي.

اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وسله‌والو کسانو په دوو ښارونو کې د ارتدوکس پر دوو کلیساوو، یوه کنیسه (د یهودانو عبادت‌ځای) او د پولیسو پر یوې پوسته ډزې کړې دي.

راپور کې راغلي چې یوه کلیسا او د عبادت‌ځای د کسپین سمندر پر غاړه په دربنت ښار کې موقعیت درلود چې د وسله‌والو برید له امله یې اور اخیستی دی.

سرچینه زیاتوي چې دویمه کلیسا او د پولیسو پوسته د داغستان په پلازمینه مکاچکلا کې موقعیت لري.

راپور کې راغلي، چې په دغو نښتو کې ۱۵ پولیس او څو ملکي کسان وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې په سیمه کې دوشنبې، سه‌شنبې او چهارشنبې ماتم اعلان شوی دی.

Views: 8